افغان سوداګر: د صادراتو لپاره باید د سپین بولدک لار پرانیستل شي

چمن-سپین بولدک لار

افغان سوداګر وايي، دا چې د تورخم لاره بنده شوې نو له پاکستانه د صادراتو او ورادتو لپاره باید د سپین بولدک لار پرانیستل شي.

د دې سوداګرو په وینا، لس ورځې کېږي، په سوداګریزو توکو بار موټر یې په تورخم بندر کې ولاړ دي او پاکستان ته د دننه کېدلو اجازه نه ورکول کېږي.

افغان سوداګر شکایت کوي چې د بندرونو بندېدلو دوی له سختو ستونزو سره مخ کړي دي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس توکل احمدیار وايي، تېره ورځ د افغان سوداګرو د مېوو او سبزیو موټرو ته اجازه ورکړل شوه چې د پاکستان خاورې ته دننه شي.

د نوموړي په خبره دوی هڅه کوي چې د افغان سوداګرو په سوداګریزو توکو بار ټولو موټرو ته اجازه ورکړل شي چې د پاکستان خاورې ته دننه شي.

ازادي راډیو وغوښتل د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو هغوی په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.