روسیه: افغانستان سره د مرستو په پار دې نړیوال کنفرانس جوړ شي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف

روسیې له افغانستان سره د مرستو په خاطر د نړیوال کنفرانس غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون چهارشنبه (د تلې ۲۸مه نېټه) په مسکو کې د افغانستان لپاره د جوړې شوې غونډې ترڅنګ وویل: "د خبرو یو مهم ټکی دا دی چې د مسکو د دې غونډې ټول برخه وال له ملګرو ملتونو وغواړي چې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي چې د افغانستان لپاره له شخړو وروسته اجتماعي-اقتصادي مرستې چمتو کړي."

کابلوف زیاته کړه، که نړیواله ټولنه له طالبانو د ابتدایي بشري حقونو او ټولشموله حکومت غوښتنه کوي، نو غونډه هم باید ورته جوړه کړي.

د مسکو په پرونۍ غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو په ګډون تر لسو د ډېرو هېوادونو استازیو برخه اخیستې وه.