اروپايي پارلمان د 'سخاروف' جایزې لپاره نوماندې افغان مېرمنې وستایلې

د اروپا پارلمان

د اروپا د پارلمان د غړیو له لوري هغه افغان مېرمنې وستایل شوې چې د سخاروف په نوم د فکر د ازادۍ د جایزې لپاره یې نومونه د غوره کسانو په لېست کې راغلي وو.

د اروپایي پارلمان غړې هیدي هاوتالا پرون چهارشنبه (د تلې د میاشتې په ۲۸مه) په سټرازبورګ کې د دوه زره یو ویشتم کال لپاره د اروپایي ټولنې د کلنۍ جایزې د اعلان پرمهال وویل: "اروپایي پارلمان همدا راز د افغان مېرمنو یوه ډله وستایله چې ټوله اوونۍ په خپلو فعالیتونو دې سازمان ته ژمنې وې او پاملرنه یې جلب کړه، موږ د مېرمنو د یوې ډلې په اړه خبرې کوو، د شهزاد اکبر، ماري اکرمي، ظریفه غفاري، پلوشه حسن، فرشته کریمي، صحرا کریمي، میترا مهران، حریه مصدق، سیما سمر، حبیبه سرابي او د انیسه شهید په باره کې."

سږکال د سخاروف د جایزې لپاره د روسیې د اپوزسیون زنداني مشر الکسي ناوالني د دې لپاره انتخاب شو چې د فساد پر ضد یې غږ اوچت کړی او د ازادۍ د ځپلو د مخنیوي لپاره یې مبارزه کړې ده.