ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه (د تلې میاشتې په ۲۹مه نېټه) په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې ترڅنګ د داعش د ځپلو لپاره هم غونډه جوړه شي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبه (د تلې میاشتې په ۲۸مه نېټه) په بروکسل کې خبري غونډې ته وویل: "راتلونکي ته په کتو، موږ باید له نړیوال ترورېزم سره د مبارزې په خاطر دې ته ادامه ورکړو چې له یوه بل سره دریږو او د وزیرانو د دې غونډې ترڅنګ به موږ د داعش د ماتې لپاره د نړیوال ایتلاف غونډه جوړه کړو."
د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې د افغانستان په غونډه کې به نن پر دې خبرې وشي چې له دغه هېواده ترهګر د پناه ځای په توګه استفاده ونه کړي.
د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه دوه ورځنۍ ده.