د پاکستان باجوړ کې ۵ پاکستاني سرتیري د ماین چاودنې ووژل

ارشیف، پاکستاني سرتیري

لږ تر لږه پنځه پاکستاني سرتیري د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې پرون چهارشنبه (د تلې په ۲۸مه نېټه) ووژل شول.

د عبدالسمیع خان په نوم د پولیسو یوه افسر خبریالانو ته وویل چې دوه عسکر او یو شمېر پولیس هغه وخت ووژل شول چې په باجوړ کې د دوی پر موټر د سړک د غاړې بم وچاودېد.

د پاکستان تحریک طالبان ډلې په یوه بیان کې د دې برید مسوولیت منلی دی.

باجوړ چې له کونړ سره نژدې پروت دی د هغو وسله والو غښتلی مرکز دی چې له القاعده سره ارتباط لري.

د پاکستان پوځ بیا په یوه بیان کې ویلي دي چې په همدې سیمه کې د پاکستان د پوځیانو پر پوسته د ډزو پرمهال یوعسکر وژل شوی دی.