عبدالسلام حنفي: د افغانستان نوې اداره نړۍ ته مسوول حکومت دی

د طالبانو د رييس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي

د طالبانو د رييس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي نن د مسکو په غونډه کې وویل چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د افغانستان نوې اداره د نړۍ ټولو هېوادونو ته مسوول حکومت دی او د افغانستان د امنیت په اړه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوي.

ښاغلي حنفي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

ده وویل، نړۍ دې پر طالبانو د فشار راوړلو پرځای له هغوی سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

ده له امریکا هم وغوښتل چې د افغانستان بانک شتمني ازاده کړي.