په مسکو کې د افغانستان د مشورتي غونډې درېیم پړاو پیل شو

ارشیف؛ مسکو کې د افغانستان په اړه یوه ناسته. د ۲۰۲۱ کال د مارچ ۱۸مه.

په مسکو کې د افغانستان د مشورتي غونډې درېیم پړاو نن د دغه ښار په پرېزدنټ هوټل کې پیل شوه.

په دې غونډه کې د سیمې هېوادونو د استازو ترڅنګ د طالبانو د رئیس‌الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي او بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ګډون یو پلاوی ګډون لري.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې په پیل کې وینا وکړه.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان کې د داعش له لوري بریدونه مخ په زیاتېدو دي او روسیه اندېښنه لري چې د افغانستان ناکرارۍ به منځنۍ اسیا ته خپرې شي.

د مسکو فارمټ غونډې له ۲۰۱۷ کال څخه پیل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې دې غونډې ته د افغانستان له لوري یوازې طالبان بلل شوي دي.