طالبان: د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره مو ښې خبرې کړې وې

(ښی-کین) د طالبانو د رئیس‌الوزرا د لومړي مرستیال ملا برادر او د افغان سولې لپاره د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د امریکا او طالبانو د هوکړې لاسلیک غونډه

طالبانو ویلي چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره دوی ښې خبرې کړې وې.

دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د استعفا په غبرګون په خپل ټویټر کړې ده.

بلخي ویلي طالبان د خلیلزاد له ځای‌ناستي توماس وست سره د کار لپاره خوشبینه دي.

توماس ویست د خلیلزاد مرستیال وو او د هغه په اکثرو بحثونو او لیدنو کې یې حضور درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون اعلان وکړ چې زلمي خلیلزاد استعفا ورکړې او د هغه دنده به توماس وست مخته وړي.

که څه هم بلېنکن د خلیلزاد د لسیزو خدمات ستایلي، خو ګڼو افغان سیاستوالو له هغې ډلې د ملي امنیت یوه پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل او د بهرنیو چارو یوه پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا، زلمی خلیلزاد د افغانستان د وروستیو تحولاتو او ناخوالو مسؤل بللی دی.