په کندهار کې د شیعه افغانانو پر جومات د حملې تصویرونه

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د شیعه ګانو پر جومات د داعش جګړه مارانو حمله په امنیتي کمرو کې ثبت شوې ده. دا تصویرونه په کندهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ازادي راډيو ته ورکړي دي. پر امام بارګاه د جمعې ورځې په حمله کې لږ تر لږه ۴۷ کسان ووژل شول. د دې حملې مسئولیت داعش ډلې واخیست. دا په افغانستان کې په یوه اوونۍ کې پر شیعه ګانو د داعش ډلې دوهمه هدفي حمله ده چې د دغه مذهبي اقلیت د امنیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي دي.