د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه بحث کړی دی.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بورېل ویلي چې دا ټولنه له افغانانو سره د مرستې لپاره په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي: "موږ لږترلږه په کابل کې یو چې له افغانانو سره مرسته وکړو او د هغو کسانو لپاره د خوندي تګ زمینه برابر کړو چې له خطر سره مخ دي. هلته زموږ دا موجودیت د طالبانو د حکومت د پیژندلو معنی نه لري."
ښاغلي بورېل دا هم وویل چې په لوګزامبورک کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په پرونۍ غونډه کې په دې هم بحث وشو چې څرنګه افغان ولس ته د اروپایي اتحادیې د یو میلیارد ډالرو مرستې بسته ورسول شي پرته له دې چې د طالبانو لاس ته ورسیږي.
د بورېل په وینا ، د طالبانو د حکومت څو وزیران په تور لېست کې دي.
ملګرو ملتونو مخکې ویلي و چې میلیونونه افغانان بشري مرستو ته عاجله اړتیا لري.