محسن دَوړ: د غلام خان بندر راتلونکې اوونۍ پرانیستل کیږي

د پاکستان د پارلمان غړی محسن دَوړ

د پاکستان د پارلمان غړي محسن دَوړ په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، غلام خان بندر به تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې په ۲۴ ساعته ډول د سوداګریزې راکړې-ورکړې پرمخ پرانیستل شي.

ښاغلي دَوړ لیکلي، دا پرېکړه د پاکستان د پارلمان د رئیس اسد قیصر په مشرۍ د پاک – افغان د ملګرتیا ګروپ په غونډه کې وشوه.

ښاغلی دَوړ دا هم لیکلي چې دغه ناسته کې د پاکستاني پارلمان مشر اسد قیصر مسوولو چارواکو ته لارښوونه کړې چې غلام خان بندر ته سېکنر او نور هغه ټول اړین توکي ورسوي چې اړتیا یې لیدل کېږي.

د پاکستان پارلمان دا غړی وايي، په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې له افغانستانه صادراتو کې تعرفه له‌ منځه یوړل شي او یا دې هم پر ټولو توکو یو ډول تعرفه وضع شي.

دا پاک – افغان د ملګرتیا پارلماني ګروپ پردې موضوع داسې مهال خبرې کوي چې افغانستان ته د طالبانو په راتګ سره د افغانستان ملي شورا غیر فعاله او ډېری غړي یې له دغه هېواده وتلي دي.