ملګري ملتونه څه باندې ۱۰۰ ټنه بشري مرسته افغانستان ته لېږدوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ملګري ملتونه د افغانانو د لاسنيوي په خاطر له سل ټنو زياته بشري مرسته د ازبیکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي.

په منځنۍ اسيا کې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR د اعلامیې پر بنسټ په تېرو درېیو ورځو کې له افغانستان سره د سلو ټنو څخه ډېره بشري مرسته د ازبیکستان د ترمز ښار هوايي ډګر ته چې د دغه هېواد او افغانستان ګډې پولې ته نېږدې دى، رسولې ده.

په اعلاميه کې ویل شوي: "په درېیو الوتکو کې لېږدول شوې مرستې چې خوراکي توکي هم په کې شامل دي، په ټېلرونو کې لوژستیکي مرکزونو ته انتقال او بيا به له ازبیکستانه د بلخ ولايت مرکز مزار شریف ته ولېږدول شي."

ملګرو ملتونو مخکې اعلان کړی و، درې الوتکې چې افغانستان ته بشري مرستې رسوي، ازبیکستان ته به الوتنه وکړي چې له دې خبرې وروسته لومړنۍ الوتکه چې ۳۲ ټنه مرسته په کې وه، د اکټوبر په ۱۵مه د ترمز هوايي ډکر ته ورسېده.