اروپايي ټولنه: پر اټمي پروګرام له ایران سره ناسته نه ترسره کیږي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېپ بورېل

اروپايي ټولنه په پام کې نه لري چې پنجشنبه په بروکسل کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

مخکې ایران ویلي و چې د پنجشنبې لپاره خبرې پلان شوي، خو د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېپ بورېل پرون د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو سره تر غونډې وروسته وویل چې له ایران سره ناسته نه ترسره کېږي.

هغه ویلي، ایران ته یې په ډاګه کړې چې ښه ده ژر د خبرو میز ته حاضر شي.

له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي و چې د ایران د اټمي چارو مخکښ مرکچي علي باقري پنجشنبه له اروپايي ټولنې سره د خبرو لپاره بروکسل ته ځي.

له ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ لویو قدرتونو اټمي تړون لاسلیک کړ او په اساس یې باید ایران خپلې اټمي چارې او فعالیتونه محدود او سوله ییز کړي وای.

خو د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ۲۰۱۸ میلادي کال له دې تړونه ووت او په ایران یې سخت بندیزونه پيل کړل.

دې کار ایران ته وپاراوه او ورځ تر بلې یې په اټمي تړون کې خپلې ژمنې ماتې کړې او په خطرناکه کچه د یورانیمو بډاینې ته یې مخه کړه.

اروپايي ټولنې له ډېره وخته دا هڅه کوي چې دواړه خواوې تهران او واشنګتن بېرته د خبرو میز ته راولي.