د کام ایر هوايي شرکت د کابل -ابوظبۍ ترمنځ پروازونه بېرته پيلوي

د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه

د کام ایر هوايي شرکت سر له سبا د کابل او ابوظبۍ ترمنځ پروازونه بېرته پيلوي.

دا خبره په دوبۍ کې د افغانستان لویې قونسلګرۍ په خپله فیسبوک پاڼه کړې ده.

قونسلګرۍ ویلي چې له ډېرو هڅو وروسته یې د دغو پروازونو پيل ته زمینه برابره کړه.

په دې اړه افغان جنرال قونسل مسعود احمد عزيزي د کام اير هوايي شرکت له ريس تيمورشاه سره ليدلي.

د قونسلګرۍ په اعلامیه کې زیاته شوې چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو موافقه وکړه، څو په اماراتو کې د ځینو وفات شوېو افغان مسافرو د جنازو انتقال ته لومړیتوب ورکړل شي.

قونسلګرۍ ژمنه کړې چې دې برخه کې له افغانانو سره همکارۍ ته تیاره ده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې کابل ته د اکثرو نړیوالو پروازونو بهیر وځنډېد او لا هم پروازونه عادي شوي نه دي چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.