افغانستان خپله لومړۍ تمریني لوبه جنوبي افریقا ته بایلوده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

افغانستان د کرکټ د ۲۰ اووریزو لوبو د نړیوال جام په تمریني لوبو کې خپله لومړۍ لوبه جنوبي افریقا ته بایلوده.

لوبه لومړی جنوبي افریقا پیل کړه او په ۲۰ اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې یوازې ۱۰۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د افغان لوبډلې بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له وېسټ انډیز سره ده.

په نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ اصلي لوبه د اکټوبر په ۲۵مه نېټه وي چې سیاله لوبډله‌یې تر اوسه نه‌ده معلومه، خو دوهمه لوبه به‌یې د اکټوبر په ۲۹مه له پاکستان سره وي.

همداراز افغان لوبډله به د نومبر په درېیمه له هند سره، د نومبر په اوومه له نیوزیلنډ او د نومبر په ۲۷مه له استرالیا سره مخامخ شي.