ایران د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه د یوه کنفرانس کوربه‌توب کوي

تهران کې د ازادۍ میدان

د جرمني خبري اژانس خبر ورکړی چې ایران غواړي راتلونکې اوونۍ د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه د یوه کنفرانس کوربه‌توب وکړي.

ډي‌پي‌اې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب‌زاده له قوله خبر ورکوي چې نوموړي نن د تلې په ۲۶مه ویلي، دا کنفرانس به د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او د روسیې د استازي په ګډون جوړ شي.

خطیب‌زاده ویلي چې ایران به په دې غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو او ټولو سیاسي ډلو په ګډون د یوه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړي. نوموړی زیاتوي چې ایران په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات غواړي.

د خطیب‌زاده په وینا د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هڅو کې باید د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.

طالبان د اګسټ په ۱۵مه نېټه د دوهم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول او خپله سرپرست کابینه‌یې اعلان کړه چې غړي يې تر ډېره یا طالبان دي او یا د هغوی پلویان.

طالبانو د ایران د راروانې غونډې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

ټاکل شوې چې د راروانې چهارشنبې په ورځ به مسکو کې د طالبانو، متحده ایالاتو، پاکستان او چین د استازو په ګډون د یوې غونډې کوربه وي.