تاجکستان نن د افغانستان سرحد ته نږدې د شااوخوا ۴ زره سرتېرو په ګډون پوځي تطبیقات پیل کړل.
د جرمني خبري اژانس د روسیې په مشرۍ د ډلهییز امنیت د تړون د سرچینو په حواله خبر ورکوي چې دا تمرینات به د شنبې تر ورځې پورې دوام وکړي.
ویل شوي چې په دې تطبیقاتو کې د وسلهوالو نښتو او له سرحدونو د خلکو د غیر قانوني اوښتو په برخه کې سرتېرو ته زدهکړې ورکول کېږي.
تاجکستان له افغانستان سره شااوخوا ۴۰۰ کیلومتره ګډ سرحد لري.
د منځنۍ اسیا هېوادونو او له هغې ډلې تاجکستان په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ګډ سرحد کې د ترورېستي ډلو د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ وویل چې داعش ډله له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د خپلو با تجربې جنګیالیو د لېږد په حال کې ده، خو طالبانو دا خبره رد کړې ده.