د اروپايي ټولنې ډيپلوماتان د اټمي موافقې په اړه خپلو ایراني سیالانو سره ګوري

(ښی-کین) د ایران او اروپايي ټولنې بیرغونه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل وايي دی هیله‌من دی چې په راروانو ورځو کې به د دې ټولنې ډيپلوماتان، د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو لپاره د هڅو په ترڅ کې له خپلو ایراني سیالانو سره وګوري.

ښاغلي بورېل نن د تلې په ۲۶مه په لوکزامبورګ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته وویل چې دی اوس تر پخوا زیات هیله‌من دی.

بورېل دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د ایران د پارلمان یوه غړي احمد علي رضا بیګي د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان له قوله وویل چې له بریتانیا، چین، فرانسې، روسیې او جرمني سره مذاکرات به د تلې په ۲۰مه نېټه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پیل شي.

بورېل وویل که څه هم وروستی تأیید تراوسه نه‌دی شوی، خو چارې ښې پر مخ ځي او دی هیله‌من دی چې په راروانو ورځو کې به د بروکسل د مذاکراتو لپاره مقدماتي غونډې پیل شي.