پولنډ کې سلګونه کسانو د کډوالو په ملاتړ لاریون وکړ

د پولنډ په پلازمېنه وارسا او لوی ښار کراکوف کې لاریون

سلګونه کسانو پرون یکشنبه د پولنډ په پلازمېنه وارسا او لوی ښار کراکوف کې د هغو کډوالو په ملاتړ مظاهره وکړه چې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د تلو په هدف د بلاروس له خاورې دې هېواد ته ننوځي.

معترضان په پلازمېنه وارسا کې د ولسي جرګې مخې ته راټول شول او شعارونه‌یې ورکول چې په سرحد کې د کډوالو شکنجه بنده کړئ.

دوی له پولنډ څخه د دې کډوالو د ایستلو د بهیر د بندېدو غوښتنه کوله.

دا مظاهره وروسته له هغه کېږي چې د پولنډ حکومت دې هېواد ته د کډوالو د مخنیوي لپاره بېړنی حالت اعلان کړی او سخت اقدامات‌یې وضع کړي دي.

جرمني چارواکو هم شکایت کړی چې له بلاروس او پولنډ څخه د کډوالو له یوې لویې څپې سره مخامخ دی.

اکثراً دا کډوال له عراق، سوریې، یمن او ایران څخه بلاروس ته او له هغه ځایه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ننوځي.