د سوداګرۍ خونه: افغانستان کې ۶۰ سلنه صنایع د سقوط له ګواښ سره مخ دي

ارشیف، خوست کې یوه فابریکه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په افغانستان کې څه باندې ۶۰ سلنه صنایع د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د سوداګری او پانګونې خونې رئیس توکل احمدیار ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د صنعت بازار د سقوط په حال کې دی او ډېری هغه فابریکې چې په دې برخه کې فعاله وې، د تړل کېدو په حال کې دي.

نوموړی زیاتوي، که څه هم په تېرو ۲۰ کلونو کې د پانګې د جذب، د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د اسانتیا برابرولو او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پرمختګ وشو، خو د نوي نظام په راتلو سره سوداګر او صنعت‌کاران له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ښاعلي احمدیار په خبره، په بانکونو کې د سوداګرو د پیسو بندېدل، د سوداګریزو توکو د رانیولو لپاره صادروونکو هېوادونو ته د پیسو د حوالو بندېدل او د اقتصادي ستونزو له امله د افغانستان په بازارونو کې د توکو د پلور راکمېدل هغه درې عوامل دي چې د افغانستان صنعت‌یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.

د طالبانو حکومت د مطبوعاتو د ټیم غړی بلال کریمي که څه هم چې د صنعتي شرکتونو د ستونزه ډېره برخه د کرونا ویروس د خپرېدو له امله بولي، خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وایي، حکومت هڅه کوي په دې برخه کې ستونزې حل کړي.