د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پرېوتو په پېښه کې ۵ تنه وژل شوي دي.
د سیمې یوه قومي مشر سیال خان نن دوشنبې ازادي ته وویل چې پېښه تېره شپه د سپین غر ولسوالۍ په ګردي سیمه کې د یوې کوټې د چت د راپرېوتو له امله رامنځته شوې چې پهکې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې ۲ مېرمنې او درې ماشومان پهکې شامل دي، وژل شوي دي.
نوموړی وایي، دغه پېښه د کوټې د چت د زوړوالي له امله رامنځته شوې ده.