افغانستان کې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ پیل شوه

ارشیف، افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستې

د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ نن پیل شوه.

د دغه ټولنې ویاند نوراغا صاحب‌زاده ازادي راډیو ته وویل چې په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د سرې میاشتې نړیوالې کمېتې، نړیوال فدراسیون، د ترکیې، ناروې او قطر هېوادونو استازو او د دوی رضاکارانو ګډون کړی و.

د ښاغلي صاحب‌زاده په خبره، د دغې اوونۍ د نماځلو هدف یادې ټولنې ته د مرستو راټولول دي: ​"د ځانګړې اوونۍ له نماځلو څخه موخه په تول هېواد کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې انعکاس دی او د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د مرستو راټولول دي څو وکولای شو د بې‌وزله هېوادوالو لاسنیوی مو کړی وي."

د افغاني سرې میاشتې ټولنه چې یوه خپلواکه ټولنه ده، دنده‌یې د جګړو او طبیعي پېښو څخه اغېزمنو ته د خوراکي توکو، جامو، سرپناه، درملو، ترانسپورټي خدمتونو او د نورو په شمول د بشري مرستو رسول دي.