روسي چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو څه باندې ۳۴ زره ۳۰۳ مثبتې پېښې او د ۹۹۹ کسانو مړینه ثبت شوې ده.
روسیه نن سبا د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له دوامداره زیاتوالي سره مخامخ دی.
کرملېن د کرونا د پیل په څېر په وروستیو کې د کرونا ویروس له کبله په ملي سطحه ټولبند اعلان نهکړ.
په روسیه کې په کرونا ویروس د مړینو او د خلکو د اخته کېدو شمېر په داسې حال کې زیات شوی چې د خلکو د واکسین پروګرام ورو مخته روان دی او لا هم ګڼ کسان واکسین شوي نهدي.
که څه هم روسي چارواکو واکسین ته د خلکو د هڅولو لپاره ځینې هڅې کړي، خو شمېرې ښيي چې د روسیې نیمايي وګړي نهغواړي واکسین ولګوي.