روسیه کې د ۱۸ کسانو د مسمومېدو د قضیې د څېړنې پر مهال دوه کسان ونیول شول

ارشیف، روسي پولیس د ځینو کسانو د نیولو پر مهال

روسي چارواکو د ۱۸ کسانو د مسمومېدو د قضیې د څېړنې پر مهال دوه کسان نیولي دي.

دغه ۱۸ کسان تېره اوونۍ په یکاتیرینبرګ ښار کې د منع شویو الکولو له څښلو وروسته مړه شول.

د روسیې تحقیقاتي کمېټې پرون ویلي، دغه جنايي قضیه د هغو الکولو د څښلو په اړه ده چې بوتلونو ته اچول شوي وو او بې له دې چې د خوندیتوب معیارونه په پام کې ونیول شي، د ښار په یوه مارکېټ کې خرڅېدل.

د تحقیقاتو پر مهال هڅه کېږي چې د دغو منع شویو الکولو د خرڅولو اصلي عاملان پیدا شي او د تحقیقاتي کمېټې د اعلامیې له مخې عاملان ښايي د ۱۰ کلونو د بند له سزا سره مخامخ شي.