اروپايي پارلمان یو شمېر افغان ښځې په افغانستان کې د بشري حقونو او جمهوریت د دفاع لپاره د مبارزې په خاطر ساخاروف جایزې ته کاندیدې کړې.
په دې اړه رسمي اعلان د اکټوبر په ۱۴مه وشو او د دې جایزې ګټونکي به د اکټوبر په ۲۱مه اعلان شي.
په میدان وردک ولایت کې د افغانستان لومړۍ ښځينه ښاروالې ظریفه غفاري نوم هم د دغو مېرمنو په فهرست کې شامل دی.
که څه هم اوسمهال اغلې غفاري له هېواده دباندې ده، دا وايي چې د افغان ښځو لپاره به خپل کار ته دوام ورکړي.
ملالۍ بشير له دې سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلي چې د ساخاروف جایزې ته د کانديدۍ په اړه څه احساس لري؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5