د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یوه موټر د نسکورېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي.
په دې ولسوالۍ کې عیني شاهدانو او ځینو سرچینو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، دغه فېلډر موټر د غوث درې په شیخان سیمه کې نسکور شوی دی.
د دوی په وینا په پېښه کې چې پرون شوې د پنځو کسانو د مړینې ترڅنګ یو تن ټپي شوی دی.