په کوسوو کې نن خلک د ښاروالیو په انتخاباتو کې ګډون کوي.
څه باندې یو ملیون او ۸ لکه تنه د رایو په شرایطو برابر دي.
رأی ورکوونکي ۲۷ ښاروالان او د ښاروالیو لپاره ۸۰۰ استازي غوره کوي.
دا انتخابات په داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په کوسوو کې د 'کووېډ-۱۹' پېښې زیاتې شوې دي.
د کوسوو د عامې روغتیا انستیتیوت سپارښتنه کړې وه چې انتخابات دې وځنډول شي، خو ولسمشر ویوسا عثماني د تېرې اوونۍ په پیل کې وویل چې ممکن د سیاسي ګوندونو مشران دا سپارښتنه ونهمني.