شمالي مقدونیه کې نن خلک انتخاباتو کې ګډون کوي

ارشیف، شمالي مقدونیه کې انتخابات

په شمالي مقدونیه کې نن خلک په سیمه‌ییزو انتخاباتو کې ګډون کوي.

دا انتخابات د صدراعظم زوران زاییف د واکمن سوسیال ډیموکرات ګوند لپاره له پارلماني انتخاباتو وروسته لومړنۍ ازموینه ګڼل کېږي.

د ۲۰۲۰ کال په جولای کې د شمالي مقدونیې سوسیال ډیموکرات ګوند په لږ توپیر پارلماني انتخابات ګټلي و.

په شمالي مقدونیه کې د رأی ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو شمېر نږدې یو ملیون او ۸ لکو ته رسېږي.

دوی د ۸۰ ښاروالیو د استازو د انتخابولو لپاره رایې ورکوي.