د طالبانو یو چارواکی: د شیعه‌ګانو د جوماتونو د خوندیتوب لپاره اقدام کوو

ارشیف، د کابل دشت برچي سیمه کې د شیعه‌ګانو یوه جومات کې د جمعې د لمانځه د امنیت د خوندي کولو لپاره یو مؤظف شوی وسله‌وال طالب

د طالبانو د حکومت یوه چارواکي پرون شنبه، د شیعه‌ګانو د جوماتونو د خوندیتوب ژمنه وکړه.

دا ژمنه داسې مهال کېږي چې د کندهار د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې د وژل شویو مړي پرون شنبه خاورو ته وسپارل شول.

دا حمله چې داعش ډلې یې مسؤلیت منلی، د جمعې د لمانځه پر مهال وشوه چې په نتیجه کې یې ۴۷ کسان ووژل شول او شااوخوا ۷۰ تنه نور ټپیان شول.

د طالبانو حکومت کې د کندهار امنیه قوماندان عبدالغفار محمدي ویلي چې د شیعه‌ګانو د جوماتونو مخې ته به اضافي وسله‌وال وګمارل شي.

د ده په وینا دوی به له ځايي رضاکارو ځواکونو سره چې د وسلو د لېږد اجازه لري، یوځای د جوماتونو خوندیتوب یقیني کړي.

له دې حملې یوه اوونۍ مخکې په کندز ښار کې هم د شیعه‌ګانو پر یوه جومات ورته حمله وشوه چې لسګونه کسان‌یې مړه او ټپیان کړل.