د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواک د مسکو هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې و، د جاپان په سمندرګي کې یوې امریکايي کښتۍ، د چین او روسیې د سمندري تطبیقاتو پر مهال د روسیې د قلمرو اوبو ته د ننوتلو هڅه کړې ده.
په ارام سمندر کې د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندانۍ پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د روسیې د دفاع وزارت دا ادعا چې د امریکا کومه کښتۍ دې د دوی د سمندري ځواکونو د کښتیو مخې ته ورغلې وي، ناسمه ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د یو اېس، اېس چیفي (USS Chafee) په نوم امریکايي کښتۍ د اکټوبر میاشتې پر ۱۵مه د جاپان د سمندر په نړیوالو اوبو کې په عادي عملیاتو بوخته وه چې د روسیې یوه جنګي کښتۍ یې ۶۰ مترۍ ته ورنږدې شوه.
د امریکا سمندري ځواک دغه تعامل یو خوندي او مسلکي بللی او ویلي یې دي، امریکايي کښتۍ له نړیوالو اصولو سره سم خپل عملیات ترسره کړل.
خو د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د روسیې ادمیرال تریبیوتس په نوم کښتۍ ځکه امریکايي کښتۍ ته ځان نږدې کړ چې هغې له سیمې د وتلو لپاره د دوی خبرداری له پامه وغورځاوه.