د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ طالب پلاوی ازبیکستان ته ولاړ

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو جګپوړي پلاوی نن ازبیکستان ته ولاړ.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په پلاوی کې د لوړو زده کړو، هوانوردۍ، فواید عامې، سوداګرۍ، اقتصاد او روغتیا وزیران او همدا راز د نورو دولتي ادارو چارواکي شامل دي.

ښاغلي مجاهد ازبیکستان ته د افغان پلاوي دا یو ورځنی سفر هر اړخیز او مهم وباله: "یو هر اړخیز پلاوی چې په ترکیب کې یې فرهنګي ټیم، د هېواد یو شمېر سوداګر او مهم چارواکي شامل دي ازبیکستان ته تللی دی. دا به یو سیاسي، اقتصادي او تجارتي سفر وي."

د طالبانو ویاند زیاته کړه چې افغان پلاوی به د ګډ سرحد، تجارتي مسایلو، افغانستان ته د مالونو د لېږد، په افغانستان کې د ځینو پروژو د پیل او ځینو نورو مسایلو په اړه له ازبیک چارواکو سره خبرې وکړي.

د طالبانو مشرانو په وروستیو څو ورځو کې ځینو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې هدف یې تر ډېره، خپل حکومت ته د نړیوال رسمیت موندل دي.