ولې طالبان پر شیعه ګانو د حملو په مخنیوي کې پاتې راغلي؟

د افغانستان د سولې او د کړکېچ د حل د څېړنو د مرکز مرستیال مشر حکمت اعظمي

په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو پر جوماتونو له حملو وروسته طالبانو ویلي دي چې د دې ډول حملو عاملانو ته به سخته سزا ورکړي.

په کندهار کې د پرونۍ خونړۍ حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو په کندز ښار کې د سیداباد پر جومات د تېرې جمعې د برید مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا خراسان څانګې منلی و.

ایا داعش د طالبانو لپاره همغسې یو سرخوږی جوړولای شي چې طالبانو او نورو ډلو د افغانستان پخواني حکومت ته جوړ کړی و او ولې طالبان نه شي کولای چې د دې ډول حملو مخه ونیسي.

په دې اړه د ازادي راډیو خبریال احمدتکل د افغانستان د سولې او د کړکېچ د حل د څېړنو د مرکز له مرستیال مشر حکمت اعظمي سره خبرې کړي او په پیل کې یې ترې پوښتلي دي چې ولې طالبان پر شیعه ګانو د حملو په مخنیوي کې پاتې راغلي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه