یوناما ویلي په افغانستان کې ترهګري دوام لري

کندهار کې د شیعه ګانو جومات

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما ویلي په افغانستان کې ترهګري دوام لري.

یوناما دا خبره د کندهار د نننۍ لویې چاودنې په غبرګون په خپل ټوېټر کړې ده.

یوناما لیکلي چې په مذهبي او عبادت ځایونو دا ډول بریدونه په کلکه غندي او عاملین یې باید محاکمه او مجازات شي.

د کندهار د برید په تړاو یو شمېر نورو کسانو هم غبرګون ښودلی.

له دې ډلې په دوحه کې د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل هم په یوه لنډ بیان کې د کندهار چاودنه غندلې ده.

پوتزل لیکلي، اوس چې افغانستان کې د سولې لپاره چانس شته دا ډول ناوړه بریدونه باید سمدستي ودریږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندهار په امام بارګاه فاطمي جامع جومات کې برید بشري ضد جنایت بللی او غندلی یې دی.

کرزي په خپل ټوېټر لیکلي چې دا عمل د افغانستان د سولې، ثبات او یووالي پر وړاندې د پردیو یوه ښکاره دسیسه ده.