نن د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده

ارشیف، یو شمېر مېرمنې

نن د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ ده. ملګرو ملتونو د ۲۰۰۷ میلادي کال په دسمبر میاشت کې د کلیوالو ښځو د فعالیتونو د ملاتړ لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د اکتوبر میاشتې ۱۵ مه نېټه د کلیوالو ښځو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

دا ورځ د کښت او بزګرۍ د پراختیا، د خوړو د امنیت او له ټولنو د بې وزلۍ د کمېدو په برخه کې د کلیوالو ښځو د مهم رول لوبولو لپاره نمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې د افغانستان ۷۱ فیصده خلک په کلیوالو سیمو کې اوسي چې په کې لویه برخه ښځې له تعلیم محرومې دي او اساسي خدمات هم په کافي اندازه نه ورسول کېږي.