د نګورونو قره باغ تازه شخړه کې یو ازربایجانی سرتیری وژل شوی

د نګورونو قره باغ لانجمنه سیمه

د نګورونو قره باغ لانجمنې سیمه په تازه شخړه کې یو ازربایجانی سرتیری وژل شوی او ۶ ارمني سرتیري ټپیان شوي دي.

دا شخړه پرون د اکتوبر په ۱۴مه نېټه شوې ده.

د ارمنستان پوځ په یوه اعلامیه کې د ازربایجاني سرتیري وژنه رد کړې، خو ویلي یې دي چې د دوی شپږ سرتیري د نګورنو قره باغ په ختېځ کې د ازري ځواکونو په ډزو کې ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې د روسیې سوله ساتو ځواکونو ته هم چې نګورنو قره باغ کې دېره دي، له اوربنده د ازربایجان د سرغړونې په تړاو خبرداری ورکړل شوی .

ازربایجان د اوربند د ماتولو ادعا رد کړې ده.

تېر نومبر میاشته کې د روسیې په منځګړیتوب په نګورنو قره باغ لانجمنه سیمه کې د ازربایجان او ارمنستان د اوربند هوکړه وشوه.