بېل کلېنټن روغتون کې بستر شوی، خو ناروغي یې کرونا سره تړاو نه لري

د امریکا پخوانی ولسمشر بېل کلېنټن

د امریکا پخوانی ولسمشر بېل کلېنټن د کلفورنیا په یوه روغتون کې بستر شوی دی، خو د هغه ناروغي له کرونا سره تړاو نه لري.

د هغه یوه ویاند انجېل اورینا (Angel Urena) پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ۷۵کلن کلېنټن د کلفورنیا د ایروین په یوه روغتون کې بستر شوی.

اورینا لیکلي چې د کلېنټن روغتیایي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او ښه روحیه لري.

بېل کلېنټن د امریکا دوه څلویښتم ولسمشر له ۱۹۹۳ کال څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې په سپینه ماڼۍ کې و.

هغه په ۲۰۰۴ او ۲۰۱۰ کال کې جراحي عملیات شوی هم دی او پخوا یې د زړه له درده رنځ ووړ.