سیدوروف: افغانستان کې بدلونونه منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ لامل شوي

جنرال اناتولي سیدوروف

د روسیې تر مشرۍ لاندې د ډله ییز امنیتي تړون لوی درستیز ډګر جنرال اناتولي سیدوروف خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدا وروسته د دغه هېواد تحولات په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ سبب شوي او کېدای شي چې وضعیت ان تردې خراب کړي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، سیدوروف زیاته کړه: "د ډله ییز امنیتي ټړون د منځنۍ اسیا په سیمه کې د بېلابېلو عواملو را یوځای کېدا بې ثباتي ډېره کړې او په بالقوه ډول حساس پړاو ته کړکېچ پراخولی شي."

د ډله ییز امنیتي تړون د لوی درستیز د اټکل له مخې، اکثره هېوادونه د حالاتو د عادي کولو لپاره له طالبانو سره خبرو اترو ته خپله ژمنه ښيي.

د بهرنیو چارواکو له اقداماتو ښکاري چې دوی باید په سیمه کې د سختدریځۍ د مخنیوي لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي.

د ډله ییز امنیتي تړون د غړیو هېوادونو ارمنستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان، روسیې او بیلاروس د دفاع وزارتونو چارواکو د ویډیو کنفرانس له لارې په دې غونډه کې ګډون کړی وو.

دوی چې یو شمېر یې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي، یوه اوونۍ وروسته د افغانستان او تاجکستان پولې ته نژدې پوځي تمرینونه کوي.

روسي رسنیو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دا تمرینونه به د روان اکتوبر په ۲۲مه نېټه او ۲۳مه نېټه ترسره شي.