افغانستان سره مرستې؛ د خوراکي توکو الوتکه د ازبېکستان ترمذ ته رسیږي

د ترمذ هوايي ډګر

د ازبیکستان د ترمذ سرحدي ښار افغانستان ته د مرستو د رسولو په یوه مرکز بدل شوی دی.

د ازبیکستان له لارې په افغانستان کې میلیونونو اړو کسانو ته د مرستو د رسولو لپاره به په خوراکي موادو بار لومړنۍ الوتکه نن جمعه (د تلې ۲۳مه) ترمذ سرحدي ښار ته ورسېږي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ وايي، له دې وروسته به بشري مرستې په الوتکه کې د ازبیکستان ترمذ ته ولېږدول شي چې له هغه ځایه د افغانستان مزارشریف ته یووړل شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د روان اکتوبر په لومړیو کې د مرستو انتقال پیل کړی دی.

د ترمذ د کارګو د مرکز ريیس نادر جلال اوف وايي چې دوی د رېلګادي ۳۴ ډبې خوراکي مواد او نور وسایل افغانستان ته لېږلي دي.

د افغانستان د مزارشریف او د ازبیکستان د ترمذ بندر ترمنځ په ۲۰۱۶ میلادي کال د ریلګاډي تګ راتګ پیل شو.