تاجکستان له افغانستانه دې قاچاق شوي نشه يي توکي کشف او ضبط کړل

د تاجکستان پولیس

د تاجکستان پولیسو د مخدرو موادو یو لوی پېټی چې له افغانستان څخه دې هېواد ته قاچاق شوی و، کشف او ضبط کړی دی.

تاجک چارواکو پرون پنجشنبه(د تلې ۲۲مه) وویل، په دې پېټي کې ۵۰۰ کیلو هیروین، چرس او تریاک شامل دي چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

د دې قضیې په تړاو ۶ تنه نیول شوي چې یو یې د ازبیکستان او نور د تاجکستان اتباع دي.

تاجکستان له افغانستان سره یو زرو ۴۰۰ کیلومتره پوله لري او دا پوله له افغانستانه روسیې او لوېدیځو هېوادونو ته د مخدرو موادو د قاچاق یوه لار ګڼل کېږي.

د تاجکستان د چارواکو د رسمي شمېرو پر اساس تېر کال په دغه هېواد کې دوه نیم ټنه مخدر مواد کشف او ضبط شوي دي.