د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یو لاریون کې سختو ډزو شپږ تنه وژلي دي او ۳۰ تنهیې ټپیان کړي دي.
دا لاریون نن (پنجشنبه) د شیعه حزبالله ډلې او عمل غورځنګ لهخوا تنظیم شوی و چې پهکې یې د هغې ویجاړوونکې چاودنې د مشر څېړونکې د ليرې کېدو غوښتنه کوله چې تېر کال په یو بندر کې وشوه.
د لبنان د کورنیو چارو وزیر باسم مولوي یو خبري کنفرانس ته وویل چې ځیني قربانیان په سرونو په مرمیو ویشتل شوي دي.
اعتراض کوونکي د عدلیې ماڼۍ کې راټول شوي وو چې تاوتریخوالی پيل شو.
د لبنان صدراعظم د ارامۍ غږ کړی دی او د هرې هغې هڅې خلافیې خبرداری ورکړی چې د ده په وینا لبنان تاوتریخوالي ته راکاږي.
دا نښتې له هغې لږ وروسته رامنځته کېږي چې یوې لبناني محکمې د دوو پخوانیو وزیرانو هغه غوښتنه رد کړه چې قاضي طارق بایتر دې له دندې لیرې شي.
نوموړې د ۲۰۲۰ م کال په اګسټ کې د بیروت په بندر کې د هغې چاودنې څېړنه کوي چې ۲۰۰ کسانیې ووژل او د لبنان د پلازمېنې یوه برخهیې ویجاړه کړه.