د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې نجونې او ښځې زده‌کړو ته پرېږدي

افغانستان کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې له طالبانو غوښتي چې نجونې او ښځې دې زده‌کړو ته پرېږدي.

دې سازمان په خپله وېب‌پاڼه یوه راپور کې ویلي چې د سپټمبر له ۱۷مې راهیسې چې افغانستان کې ښوونځي پرانیستل شول، ټو هلکان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي، خو نجونې ښوونځیو ته له تګ منعه شوې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې ښوونځیو او تحصیلي مرکزونو ته د نجونو د نه‌ورتګ په اړه‌یې مستند معلومات راغونډ کړي.

دا سازمان وايي چې د طالبانو له‌خوا د ښځو په وړاندې د شته زور زیاتي مسئله هم سبب شوې چې کورنۍ خپل اولادونه ښوونځیو ته له ورتګ منع کړي.

همداراز ویل شوي چې په ډېرو مواردو کې له ښوونځیو څخه د نظامي امکاناتو په توګه کار اخیستل شوی او دغو تعلیمي مرکزونو ته د مختلفو وسله‌والو ډلو له لوري غچ اخیستونکی ګواښ متوجې دی.