د تایوان د استوګنې په یوه ودانۍ کې د شپې لهخوا د اور د لګېدو په پېښه کې ۴۶ کسان وژل شوي او ۴۱ تنه نور ټپیان دي. دا خبره نن تایواني چارواکو وکړه.
هغه ۱۳ پوړیزه ودانۍ چې اور پهکې لګېدلې د کاوهوسینګ په ښار کې وه. د اوروژنې ادارې ویلې د اور لمبې ډېرې سختې وې او ډېر پوړونهیې ویجاړ کړي دي.
چارواکو ویلي اور وژونکو د نن ورځې تر ماسپښینه پورې د لټون او ژغورنې هڅو ته دوام ورکاوه.
د دې اور سبب معلوم نهدی، خو د اوروژنې ادارې په یو بیان کې ویلي د اور لمبو تر ډېره د ودانۍ هغه برخه سوځولې چېرې چې ډېرې ماتې ګوډې راټولې شوې وې.