له طالبانو د خاص کونړ ولسوالۍ د شالۍ ولۍ درې اوسیدونکو غوښتنې

ارشیف، د کونړ یوه څنډه

د خاص کونړ ولسوالۍ د شالۍ ولۍ درې اوسیدونکي شکایت کوي چې تېرو شلو کالو کې د نړیوالو په پرېمانه مرستو کې ورته هېڅ کار نه دی شوی او په خبره یې خپلې سیمې ته يې په اشر سړک وهلی چې لا هم کنډو کپر دی او د موټرو له تګه وتلی دی.

د یادې درې اوسیدونکی ملک طاوس خان وايي: "شالۍ دره غرنۍ سیمه ده، کوم کچه سړک چې ولسونو په خپلو لاسونو او امکاناتو وهلی، خپلو کلیو او بانډو ته يې رسولی، هغه اوس بارانونو کنډوکپر کړی او د موټرو له تګ راتګه وتلی دی. په دې سړک کې راسره حکومت هېڅ مرسته نه ده کړې."

خلک له طالب چارواکو او خیریه ټولنو د سړک جوړولو غوښتنه کوي.

په کونړ کې طالب چارواکي وايي، دوی به د امکاناتو پیداکولو سره سم لومړیتوب هغو سیمو ته ورکړي چې کومې په تېرحکومت کې له پامه غورځول شوي وي.