کونړ کې سیمه ییز چارواکي وايي چې په مرکز اسعداباد کې یوې چاودنې د شیګل ولسوالۍ امنیه قوماندان وژلی او د طالبانو او ولسي خلکو په ګډون یې څو تنه نور ټپیان کړي دي.
په اسعداباد کې عیني شاهدانونو نن ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د پنجشنبې په سهار لس بجې د اسعد اباد اړوند د کیرالې پُل سیمه کې د طالبانو پر یو رینجر موټر شوې چې په ترڅ کې یې په رینجر کې سپرو طالب سرتیرو او په سیمه کې څو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند سعید خوستي پېښه تایید کړې او ازادي راډیو ته یې په استولي لیکلي پیغام کې ویلي چې په کونړ کې چاودنې څلور ملکیان او څلور طالبان ټپیان کړي او یو تن یې وژلی.
سیعد خوستي نور جزییات نه دي ورکړي.
بل خوا د اسعداباد په مرکزي روغتون کې یو ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، د چاودنې له سېمې ۱۲ ټپیان ور وړل شوي.
د دې سرچینې په وینا وروسته په ټپیانو کې د عبدالله په نوم یو تن چې د کونړ د شیګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوی امنیه قوماندان و، د سختو ټپونه له کبله ساه ورکړه.
د دې روغتیايي سرچینې په وینا په ټپیانو کې د ښوونځي د یو زده کوونکي په شمول ۷ تنه ملکیان هم شامل دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په تېره یوه میاشت کې په کونړ ولایت کې څلورمه داسې چاودونه چې په کې طالب ځواکونه په نښه کیږي.
په ګاونډي ولایت ننګرهار او د افغانستان نورو سیمو کې هم پر طالبانو ورته بریدونه شوي چې د ډېرو مسولیت یې د اسلامي دولت (داعش) د وسله والې ډلې د خراسان څانګې پر غاړه اخیستی دی.