پاکستان هغو افغان محصلانو ته اجازه ورکړې چې هلته یې زده کړې کولې

د تورخم دروازه

د پاکستان حکومت وايي، هغو افغان محصلانو ته چې د دې هېواد په بېلابېلو پوهنتونو کې زده کړې کوي، د ورتګ اجازه ورکړې ده.

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان پرون چهارشنبې په ټويټر ليکلي، له ۹۰۰ زيات افغان محصلان چې د ويزې تر څنګ یې د پاکستاني پوهنتونو اسناد درلودل، د تورخم له لارې پاکستان ته اوښتي.

نوموړي دا نه دي ويلي چې دغه پروسه به ترکله دوام کوي او ایا محصلان هغه هېواد ته د تلو لپاره ځانګړې اجازې یا بارډر پاس ته هم اړتیا لري او که نه؟

وروسته تر هغې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵ مه نېټه کابل ونیو، پاکستان ته له تلونکو افغانانو څخه د ویزې ترڅنګ د بارډر پاس په نوم یو بل لیک هم غوښتل کېږي.

په افغانستان کې اوس هم په سوونو محصلان چې د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونو او کالجونو کې زده کړې کوي، هغه هېواد ته د تلو په انتظار دي.

د روان ۲۰۲۱ میلادي کال د مې میاشتې راهيسې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي په موخه د پاکستان حکومت په تورخم پوله د تګ راتګ محدودیتونه لګولي چې له مخې يې یوازې هغه افغانان او پاکستانیان چې د سفر اسناد لري، کولای شي چې خپلو خپلو هېوادونو ته ولاړ شي.