اروپایي ټولنې د ګازو د بیې زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه

د اروپایي ټولنې د انرژي د برخې کمېشنره کادري سیمسون

د اروپایي ټولنې د انرژي د برخې کمېشنرې په ژمي کې د ګازو د بیې زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړې ده.

د اروپایي ټولنې د انرژي ادارې پرون چهارشنبه (د تلې ۲۱مه)په بروکسل کې یوې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ چې په کې د انرژي د بیو له زیاتېدو سره د مبارزې مساله څېړل شوې وه.

تردې غونډې وروسته د اروپایي ټولنې د انرژي د برخې کمېشنرې کادري سیمسون خبري غونډې ته وویل: "ژمی را روان دی، ډېرو ته د برېښنا بېلونه تر یوې لسیزې مخکې خورا ګرانه دي. موږ په ټوله نړۍ کې د ګازو د بیو د زیاتېدو شاهدان یو چې تر ډېره یې علت په اسیا کې د تقاضا زیاتېدل دي. د کرونا وبا د مخنیوي برخه کې د وضعیت له ښه کېدو سره نړۍ انرژي ته تږې ده او دا هغه څه دي چې پر اکثرو اروپایانو اغېز کوي."

په دې ترڅ کې پرون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال وویل چې د ګازو د بیو د زیاتېدو علت روسیه نه ده، اروپا ده.