د جرمني مشرانو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شل کلن ماموریت لپاره د یوې غونډې په ترڅ کې پرون(د تلې ۲۱مه) د درناوي مراسم ترسره کړل.
په دې غونډه کې د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټانمایر، صدراعظمې انګېلامېرکل او یو شمېر نورو چارواکو برخه واخېسته او وژل شوېو پوځیانو ته د درناوي په پار یوه شېبه غلي ودرېدل.
په افغانستان کې تر یو نیم لک ډېرو جرمني سرتیرو له ۲۰۰۲ کاله د سږکال تر اوړي په پوځي ماموریت کې ګډون وکړ او په تېرو شلو کلونو کې د جرمني نهه پنځوس پوځیان په افغانستان کې ووژل شول.