د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) په پاریس کې د تاجکستان د ولسمشرامام علي رحمان کوربه و.
ښاغلي مکرون وویل چې تاجکستان پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته له داسې وضعیت سره مخامخ دی چې پاریس مرسته ورسره کوي: "موږ به له ولسمشر رحمان سره پر هغو مرستو خبرې وکړو چې فرانسه یې له تاجکستان سره د وضعیت د ثبات لپاره کولی شي او د ټولې سیمې لپاره ګټوره وي."
د فرانس پرېس اژانس په وینا په پاریس کې د الیزیه په ماڼۍ کې د تاجکستان د ولسمشر درناوی د دې نښه ده چې پاریس په دې باور دی چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په کړکېچ کې مهم رول لوبولی شي.