پوتین له افغانستانه د ترهګرو د ګواښ خبرداری ورکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر له افغانستانه د ترهګرو د ګواښ خبرداری ورکړ.

ولادیمیر پوتین پرون چهارشنبه (د تلې ۲۱مه) د دولتونو ترمنځ د سیمه ییز اتصال یا 'سي.ای.اېس' هېوادونو د استخباراتو د مشرانو غونډې ته وویل: "یو شمېر نړیوالې ترورستي ډلې چې له داعش سره تړلې دي په دغه هېواد کې خپل فعالیت ته ادامه ورکوي. په عراق او سوریه کې روزل شوي وسله وال دلته سره راغونډیږي."

په دې غونډه کې د روسیې سربیره د بلاروس، قزاقستان، ارمنستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبیکستان، اذربایجان او ترکمنستان د استخباراتو مشرانو برخه اخیستې وه.