اذربایجان او ایران هوکړه کړې چې ډپلوماتیک کړکېچ به په خبرو حلوي

د اذربایجان او ایران ګډه پوله

اذربایجان او ایران موافقه وکړه چې په خپلو کې رامنځته شوی ډپلوماتیک کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.

د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تېره میاشت ګډ سرحد ته نژدي له پوځي تمریناتو وروسته او په اذربایجان کې د اسراییل د احتمالي پوځي حضور له کبله اختلافات زیات شول.

باکو او تهران پرون په دوو جلا-جلا اعلامیو کې وویل چې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایراموف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په ټیلیفون خبرې کړي دي او موافقه یې کړې ده چې کړکېچ به راکموي.

تېره میاشت ایران تور پورې کړچې اسراییل په اذربایجان کې حضور لري او پروسږکال له ارمنستان سره د جګړې پرمهال د ناګورنو قره باغ په سیمه کې اذربایجان د اسراییل له بې پیلوټه الوتکو استفاده کړې ده.

اذربایجان په خپله خاوره کې د اسراییل د حضور خبره ناسمه بللې ده.